په کراچۍکې ټارګټ کلینګ یو بل سیاستوال هم قربانی کړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i79201-په_کراچۍکې_ټارګټ_کلینګ_یو_بل_سیاستوال_هم_قربانی_کړ
علی رضا عابدی په همداوروستیو کې په متحده قومی مومنټ کې د اساسی اختلافاتو په دلیل ددغه ګوند له غړیتوبه استعفی ورکړې وه او دعامو خلکو دخیر ښیګڼې اوهوساینې کارونو ته ئې دوام ورکړی ؤ.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Dec 26, 2018 02:15 Asia/Kabul
  •   په کراچۍکې ټارګټ کلینګ یو بل سیاستوال هم قربانی کړ

علی رضا عابدی په همداوروستیو کې په متحده قومی مومنټ کې د اساسی اختلافاتو په دلیل ددغه ګوند له غړیتوبه استعفی ورکړې وه او دعامو خلکو دخیر ښیګڼې اوهوساینې کارونو ته ئې دوام ورکړی ؤ.

زمونږ خبریال راپور راکړ    دپاکستان په کراچۍ کې  مخ پټو جنایتکارو دپاکستان د ولسی جرګې یو پخوانی غړی او  عمومی فعال  علی رضا عابدی  دخپل کور په وړاندې  ترور کړ .

 راپورښئ د کراچۍ پولیسو  وئیلی دی ،علی رضا عابدی  په سینې او ګردن  ویشتل شوی او   دهغه په بدن اوه  ګولۍ لګیدلی دی  هغه له ټپی کیدا ورسوته روغتون ته وړل شوی ، خو  دسختو ټپونو له امله ئې    سا ورکړې ده .

 علی رضا عابدی   چې   په ۲۰۰۸کال او ۲۰۱۳کلونوکې   د متحده  قومی مومنټ   په نمایندګۍ له کراچۍ   د ولسی جرګې غړی هم ؤ ،  یو عام سوشل ورکر هم ؤ  چې په  عامو خلکو کې ئې ډیر محبوب ؤ .

 داپه د اسې حال کې دی ، چې  علی رضا عابدی  په همداوروستیو کې   په متحده قومی مومنټ کې  د اساسی اختلافاتو  په دلیل  د  دغه ګوند له غړیتوبه  استعفی ورکړې وه او    دعامو خلکو  دخیر ښیګڼې اوهوساینې کارونو ته ئې دوام ورکړی ؤ.

 دپاکستان  لومړی وزیر عمران خان  او  د دغه  هیواد یوشمیر سیاستوالانو اومذهبی مشارنو  دعلی رضا عابدی    ترور په سخته غندلی او  د دغه جنایت  دسملاسی  ارزونې غوښتنه ئې کړې ده .