ایران او پاکستان خپلې دفاعی ملګرتیاوې نوره هم پراخوی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i79290-ایران_او_پاکستان_خپلې_دفاعی_ملګرتیاوې_نوره_هم_پراخوی
په روان کال کې د ایران اوپاکستان دوه اړخیز پوځی پلاؤ د واړو هیواادنو دملګرتیاؤ او تعاملاتو د پراختیا لپاره سره سفرونه کړی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Dec 29, 2018 11:53 Asia/Kabul
  • ایران او پاکستان خپلې  دفاعی ملګرتیاوې نوره هم پراخوی

په روان کال کې د ایران اوپاکستان دوه اړخیز پوځی پلاؤ د واړو هیواادنو دملګرتیاؤ او تعاملاتو د پراختیا لپاره سره سفرونه کړی دی .

 ایرناخبری آژانس راپورورکړ دپاکستان  دپوځ لوی درستیز  او په اسلام اباد کې د  اسلامی ایران سفیر په یوې  کتنې کې  د دوو ګاونډیو هیوادونو  ددفاعی ملګرتیاپه پراختیا ټینګار کړی .

 مهدی هنر دوست  او  جنرال  زبیرمحمود حیات  په دغې کتنې کې چې  په پنډۍ کې  د پاکستان دپوځ دلوئې درستیزوالۍ په مرکز کې شوی ،  د دواړو خواؤ د دفاعی او پوځی   ملګرتیاؤ او  غږملتیاؤ په باب بحث او خبرې اترې  شوی دی 

 دایران او پاکستان  دفاعی  تعاملات او ملګرتیاوې  په وروستیو کلونو کې  په ا وڅاره توګه زیاتې شوی دی ..

 دپاکستان د پوځ عمومی قوماندان  تیر کال  دیوه لوړروتبه پوځی پلاوی په مشرۍ تهران ته سفر کړی او  د ایران او پاکستان د دفاعی ، امنیتی او پوځی  اړیکو د  سوئې پیاوړی کول  او لوړول،د دوواړخیزو په تیره بیا د سیمه ایزو موضوعګانو په تیره بیا د ګډو پولودامنیت  په باب خبرې اترې  د دغه سفر  بریاوې اعلان شوی وې .

 دایران داسلامی جمهوریت دپوځ  لوی درسیتز سردار محمد باقری  هم دروان کال په  جولائی میاشت کې  پاکستان ته په سفر کې  د دغه  هیواد له  لوړپوړو پوځی اوسیاسی چارواکو سره لیده کاته  کړی دی . په روان کال کې  هم  د ایران اوپاکستان  دوه اړخیز  پوځی پلاؤ   د واړو هیواادنو دملګرتیاؤ او تعاملاتو د پراختیا لپاره  سره سفرونه کړی دی .