دپاکستان اوچین اقتصادی کریډور له پوځی کړنوسره هیڅ ارتباط نه لری
دپاکستان د خارجه وزارت ویندوی زیاته کړې،له چین سره دغه ګډ اقتصادی کریډور به په پاکستان کې داقتصادی بدلونونو نوی سپرکی وی،او په دغه هیواد کې دکارکسپ ډیر چانسونه رامینځةکړی .
تسنیم خبری آژانس راپورورکړ د پاکستان دخارجه وزارت ویندوی محمد فیصل په یولړڅرګندونوکې وئیلی دی،دچین او پاکستان ترمینځ دسی پیک په نامې سره اقتصادی کریډور په بشپړ ډول اقتصادی دی او له پوځی حوزې سره هیڅ ارتباط هم نه لری .
دپاکستان د خارجه وزارت ویندوی زیاته کړې ، له چین سره دغه ګډ اقتصادی کریډور به په پاکستان کې داقتصادی بدلونونو نوی سپرکی وی ، او په دغه هیواد کې دکارکسپ ډیر چانسونه رامینځةکړی .
دچین او پاکستان ترمینځ د ګډاقتصادی کریډور پروژه اوه پنځوس میلیارډ ډالرو په ارزښت سره د دواړو هیوادونو ترمینځ د ملګرتیا ترټلو مهمه پروژه ده ، چې دبشپړتیا اواجرا کارونه به ئې تر ۲۰۱۵کال پورې بشپړ شی . دغه پروژه د چین د وریښمو د ماډرن لارې دپلان برخه ده .