دپاکستان دپوځ مشر د ۲۲نوروترهه ګرو دپانسۍحکم تائیدکړ
جنرال آصف غفور ټینګار کړی دی،دغو ټولو محکومو شوو ترهه ګرو په محکمې کې پخپل جرم اعتراف کړی او دجنرال قمر جاویدباجوا له خوا د پوځی محکمې د فیصلې په تائید سره به ډیر زر پانسی شی .
تسنیم خبری اژانس راپورورکړ د پآکستان دپوځ ویندوی جنرال آصف غفور نن په یولړ څرګندونو کې ویئلی دی، د دغه هیواد دپوځ عمومی قوماندان جنرال قمر جاوید باجوا په دغه هیواد کې د ۲۲خطرناکو ترهه ګرو دپانسۍ لپاره د پوځی محکمې فیصله تائید کړې ده .
هغه زیاته کړې،دغه ترهه ګر همداراز دپاکستان دکراچۍ ښار د عباس ټاؤن سیمې په ۲۰۱۳کال بوږنونکی پیښې ،په پوځیانو اوپولیسو او په عامو ځایونو کې په حملو تورن دی او دهغوی دپوځی محکمې فیصله د جنرال باجوا له خوا تائید شوی ده .
جنرال آصف غفور ټینګار کړی دی،دغو ټولو محکومو شوو ترهه ګرو په محکمې کې پخپل جرم اعتراف کړی او دجنرال قمرجاوید باجوا له خوا د پوځی محکمې د فیصلې په تائید سره به ډیر زر پانسی شی .
دپاکستان دپوځ ویندوی زیاته کړې،پردغو ۲۲ترهه ګرو سربیره،پنځلس نور ترهه ګرهم په بیلابیلو سزاګانو محکوم شوی دی او دهغوی فیصله به هم ډیره زر ا جرا شی