دایران او پاکستان اړیکې مخ په پراختیا دی
دایران اوپاکستان ترمینځ تجارتی مبادلات باید یوازې دمځکنیو لارو څخه نه ،بلکې باید د کویټه زاهدان او کراچۍ الوتونه هم زیات شی څو ښې او غوره نتیجې ترلاشه شی .
ایرنا خبری آژانس را پورورکړ په ایران کې دپاکستان سفیرې میرمن رفعت مسعود پرون مازدیګر د ایران په زاهدان کې د سیستان او بلوچستان له والی احمد علی موهبتی سره په کتنې کې وئیلی دی ، دایران او پاکستان اوسنی حکومتونه ډیره ګروهنه لری ، چې په ټولو زمینو کې له یوه بل سره کار وکړی او دا دی اوس د دغو غوښتنو دعملی کولو وخت رارسیدلی دی.
په ایران کې دپاکستان سفیرې وئیلی ، د ایران اوپاکستان دپولو دواړو خواؤ خلک پخپلو کې سره ډیر مشترکات لری چې باید له دغه فرصته داقتصادی اړیکو د پراختیا لپاره استفاده وشی . میرمن رفعت مسعود وئیلی ، دایران او پاکستان د پولو په هر دواړو لورو کې د سرحدی تجارت اومبادلاتو د زیاتولو لپاره باید دپیشین او ریمدان پولې زرترزره پرانیستل شی .
هغې همداراز ټینګار کړی ، دایران اوپاکستان ترمینځ تجارتی مبادلات باید یوازې دمځکنیو لارو څخه نه ،بلکې باید د کویټه زاهدان او کراچۍ الوتونه هم زیات شی څو ښې او غوره نتیجې ترلاشه شی .
دسیستان اوبلوچستان والی هم په دغې کتنې کې وئیلی دی ، ایران اوپاکستان دموخو دپرمخ بیولولپاره باید په ګډو پانګونو پسې شی . احمد علی موهبتی زیاته کړې ، د ریمدان، پیشین ا وکوهک دسرحدی بازارونو جوړول د ایران اوپاکستان ترمینځ دتجارتی مبادلاتو دزیاتیدا اوپه نتیجې کې، د پولو د دواړو لورو دخلکو د کارکسب له زیاتولو سره مرسته کوی .