په پاکستان کې دځینوحکومتی اوسیاسی شخصیتونوصلاحیّتونه په خطرې کې دی
په پاکستان کې د احتساب کمیشن او دغه راز د انتخاباتی کمیشن په قواعدو کې شامل دی ، چې په درغلۍ او له واکه په ناوړه استفادې باندې د لومړی وزیرانو پشمول ځینی لوړپوړی چارواکی او سیاستوالان له سیاسته او حکومتی څوکیو منع کړائ شوی دی چې د هغوی په سر کې د دغه هیواد پخوانی ټګ لومړی وزیر نواز شریف همدااوس په بند کې شپې سبا کوی .
تسنیم خبری آژانس راپور ورکړی،دپاکستان انتخاباتی کمیشن د دغه هیواد د ولسی اوصوبائی جرګو اوهمداراز دمشرانوجرګې د ۶۸۸ استازو او ورسره دځینو حکومتی چارواکو په نامو الټی میټم لیږدولی دی او وئیل کیږی چې په دغو لیکونو له دغو چارواکو چې په اوڅاره توګه پکې د دغه هیواد دکورنیو چارو مرستیال وزیر شهریار آفریدی او پخوانی لومړی وزیر شاهد خاقان عباسی هم ترسترګو کیږی،دوی ته وئیل شوی ، چې دخپلو شتمنیو اوځایونو معلومات دې سملاسی دغه کمیشن ته وسپاری ګنی ، نو بې صلاحیّته به کړائ شی .
دغو کسانو ته د جنورۍ تر پنځلسم پورې وخت ورکړل شوی څو دخپلو شتمنیو او ځایونو بشبړ لیسټ دې ورکړی که داسې نه وی ، خو دهغوی پر نورو سزاګانو سربیره له ولسی، مشرانو اوصوبائی جرګو به ئې غړیتوب هم لغوه شی .
داپه داسې حال کې دی چې په پاکستان کې د احتساب کمیشن او دغه راز د انتخاباتی کمیشن په قواعدو کې شامل دی ، چې په درغلۍ او له واکه په ناوړه استفادې باندې د لومړی وزیرانو پشمول ځینی لوړپوړی چارواکی او سیاستوالان له سیاسته او حکومتی څوکیو منع کړائ شوی دی چې د هغوی په سر کې د دغه هیواد پخوانی ټګ لومړی وزیر نواز شریف همدااوس په بند کې شپې سبا کوی .