پاکستان له امریکاسره هیڅکله هم ریښتنی عمل نه دی کړی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i79415-پاکستان_له_امریکاسره_هیڅکله_هم_ریښتنی_عمل_نه_دی_کړی
داپه داسې حال کې دی ، چې دپاکستان سیاسی او پوځی چارواکو تل دامریکا پشمول دنورو هیوادوو له خوا له ترهه ګرو سره د پاکستان دملاتړ په باب ادعاګانې په کلکه رد کړی او وئیلی ئې دی،پاکستان پخپله دترهه ګرۍ قربانی دی او په دې لاره کې ئې ډیرې سرښیندنې کړی دی،چې باید درست هیوادونه دپاکستان دغه قربانۍ او سرښیندنې ومنی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 03, 2019 10:47 Asia/Kabul
  • پاکستان له امریکاسره هیڅکله هم ریښتنی عمل نه دی کړی

داپه داسې حال کې دی ، چې دپاکستان سیاسی او پوځی چارواکو تل دامریکا پشمول دنورو هیوادوو له خوا له ترهه ګرو سره د پاکستان دملاتړ په باب ادعاګانې په کلکه رد کړی او وئیلی ئې دی،پاکستان پخپله دترهه ګرۍ قربانی دی او په دې لاره کې ئې ډیرې سرښیندنې کړی دی،چې باید درست هیوادونه دپاکستان دغه قربانۍ او سرښیندنې ومنی .

زمونږخبریال  دخبروسرچینو له قوله راپورراکړ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یوځل بیا پر پاکستان نیوکه کړې او په ډاګه ئې  وئیلیی دی ، پاکستان په خپله خاوره کې  د امریکا دښمن ته ځاى ورکړی او هېڅکله له امریکا سره رښتینی نه  دی .

د ټرمپ دغه څرګندونې بیګا د  امریکا د کابینې له غونډې وروسته له خبریالانو سره په خپلو خبرو کې کړې او وئیلی ئې دی ، په همدې موخې سره ئې  پر پاکستان   د کابو  یونیم میلیارده ډالرو مرستې بندې کړې چې له امریکا سره ئې سمه ملګرتیا نه کوله .

په عین حال  کې د امریکا ولسمشر ددې  خبرې په کولو سره چې پاکستان له مونږ سره رښتینى نه و، او پخپل کور کې  ئې  دمونږ دښمن ته ځاى ورکړى، خو اوس  بیا هم مونږ غواړو چې د پاکستان له نوی حکومت سره له نږدې اړیکې ولرو.

  همداراز  دامریکا ولسمشر  په دغه کنفرانس کې ټرمپ هیله مندی ښودلې چې ډېر ژر به د پاکستان له نوی  لومړی وزیر  سره وګوری او غواړی ورسره ښې اړیکې ولری.دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ تېر کال پر پاکستان سختې نیوکې کړې وې او ویلی وو چې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې یې له امریکا سره دوکې کړې دی.