پاکستان دافغانستان دسولې په بهیر کې دایران دغوره رول هرکلی کوی
دپاکستان د خارجه وزارت ویندوی زیاته کړې ، پاکستان باؤری دی ، چې دافغانستان ګاونډیان باید په دغه هیواد کې دسولې دبهیر دبریالیتوب لپاره غوره رول ولوبوی .
زمونږخبریال راپورراکړ دپاکستان د خارجه وزارت ویندوی محمد فیصل پرون مازدیګر په اسلام اباد کې پخپل خبری کنفرانس کې په تهران کې له طالبانو ډلې استازو سره دایران دخبرواترو او په دې باب د پاکستان ددریځ په هکله دیوې پوښتنې په ځواب کې ووئیل ، په افغانستان کې دسولې دپوره کیدا لپاره دهلوځلو د دوام اوبریالیتوب لپاره سیمه ایزې ملګرتیاوې ډیر اهمیّت لری .
دپاکستان د خارجه وزارت ویندوی زیاته کړې ، پاکستان باؤری دی ، چې دافغانستان ګاونډیان باید په دغه هیواد کې دسولې دبهیر دبریالیتوب لپاره غوره رول ولوبوی .
محمد فیصل دایران ، چین ،روسیې اوقطر څلورو هیوادونو ته د پاکستان دخارجه وزیر شاه محمود قریشی وروستی سفر په باب هم ووئیل ، دپاکستان دحکومت سیاست دسیمې داړیکو او ارتباطاتو دپراختیا لپاره دی .
دپاکستان دخارجه وزارت ویندوی همداراز یمن ته د پاکستان د نورو ځواکونو دلیږدولو په باب دځینوراپورونو خپریدا دروغ وبلله . محمد فیصل همداراز د پاکستان دکډوالۍ دقوانینو په لیسټ کې د صهونیسټ رژیم دنامې د شاملیدا په باب په توضیح کې وئیلی دی ، دپاکستان حکومت دغه رژیم په رسمیّت نه پیژنی .