پاکستاني چارواکي د افغانستان د امنيت په تينګښت کښې د اسلام آباد په رول تاکيد وکړ
(last modified Fri, 04 Jan 2019 09:19:05 GMT )
Jan 04, 2019 13:49 Asia/Kabul
  • پاکستاني چارواکي د افغانستان د امنيت په تينګښت کښې د اسلام آباد په رول تاکيد وکړ

د پاکستان د اطلاع رسونې وزير د افغانستان د امنيت په تينګښت کښې د اسلام آباد په رول تاکيد وکړ.

د فارس خبري اژانس د رپوټ له مخې فواد چودري وويل، د پاکستان امنيت په افغانستان کښې له امنيت سره تړلے دے او اسلام آباد د جنګ د ختمولو او د اشرف غني له حکومت سره د طالب ډلې د صلحې د خبرو اترو غوښتونکے دے.

له دې مخکې هم د پاکستان د خارجه وزارت وياند ويلي وو اسلام آباد د افغانستان د صلحې د خبرو اترو په چلند کښې د ايران د اسلامي جمهوريت له کردار ادا کولو څخه هرکلے کوي.

د پاکستان او افغانستان لوړ رتبه چارواکو په ځلونو د افغانستان د صلحې او ثبات په اړه د يو بل هېوادونو ته سفرونه کړي دي، خو په افغانستان کښې د صلحې او امنيت د تينګښت د خبرو اترو مېز ته د طالب ډلې د راوستلو په لړ کښې هيڅ عملي قدم نه اوچت شوے.

 

ټیګونه