پاکستان د عمرانی صنعت په زمینې کې دایران له تجروبواستفاده کوی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i79464-پاکستان_د_عمرانی_صنعت_په_زمینې_کې_دایران_له_تجروبواستفاده_کوی
په پیښور کې دایران سرکنسول محمد باقر بیګی هم په دغې کتنې کې د دواړخیزو ملګرتیاؤ د پراختیا او د اړیکو دپراختیا د خنډونو لیرې کیدا ضروری وبلله او وې وئیل ، اسلامی ایران پاکستان ته د انجینئرینګ او تخنیکی خدماتو وړاندې کولو لپاره په بشپړ ډول تیار دی او باید له موجوده ظرفیتونو څخه غوره ګټه پورته شی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 06, 2019 01:34 Asia/Kabul
  • پاکستان د  عمرانی صنعت په زمینې  کې دایران له تجروبواستفاده کوی

په پیښور کې دایران سرکنسول محمد باقر بیګی هم په دغې کتنې کې د دواړخیزو ملګرتیاؤ د پراختیا او د اړیکو دپراختیا د خنډونو لیرې کیدا ضروری وبلله او وې وئیل ، اسلامی ایران پاکستان ته د انجینئرینګ او تخنیکی خدماتو وړاندې کولو لپاره په بشپړ ډول تیار دی او باید له موجوده ظرفیتونو څخه غوره ګټه پورته شی .

 ایرنا خبری آژانس راپور  ورکړ ،  پاکستان دخیبرپختونخواه صوبې  د  کار او مواصلاتی   چارو وزیر  اکبر ایوب خان  پرون  په پیښور کې د  ایران  له سرکنسول  محمدباقربیګی سره په کتنې کې  د دوو اړخیزو ملګرتیاؤ په پراختیا په ټینګار سره  د پلونو، سرنګونو  او ودانیو   دجوړونې په زمینو کې  له تهران سره دملګرتیاؤ لپاره  د دغې صوبې دحکومت پر چمتووالی  ټینګار وکړ .

 ایوب خان  دپاکستان د خیبرپختونخواه صوبې  دامکاناتو اوبیخ بینائیو په بیانولو سره  زیاته کړې ،   په دغې صوبې کې د ایرانیو شرکتونو  د پانګونې لپآره ډیر ې زمینې موجودې دی .