پاکستان د عمرانی صنعت په زمینې کې دایران له تجروبواستفاده کوی
په پیښور کې دایران سرکنسول محمد باقر بیګی هم په دغې کتنې کې د دواړخیزو ملګرتیاؤ د پراختیا او د اړیکو دپراختیا د خنډونو لیرې کیدا ضروری وبلله او وې وئیل ، اسلامی ایران پاکستان ته د انجینئرینګ او تخنیکی خدماتو وړاندې کولو لپاره په بشپړ ډول تیار دی او باید له موجوده ظرفیتونو څخه غوره ګټه پورته شی .
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ ، پاکستان دخیبرپختونخواه صوبې د کار او مواصلاتی چارو وزیر اکبر ایوب خان پرون په پیښور کې د ایران له سرکنسول محمدباقربیګی سره په کتنې کې د دوو اړخیزو ملګرتیاؤ په پراختیا په ټینګار سره د پلونو، سرنګونو او ودانیو دجوړونې په زمینو کې له تهران سره دملګرتیاؤ لپاره د دغې صوبې دحکومت پر چمتووالی ټینګار وکړ .
ایوب خان دپاکستان د خیبرپختونخواه صوبې دامکاناتو اوبیخ بینائیو په بیانولو سره زیاته کړې ، په دغې صوبې کې د ایرانیو شرکتونو د پانګونې لپآره ډیر ې زمینې موجودې دی .