دامریکاپه خوښې ورسره ملګرتیاکول دپاکستان په تاوان دي
دپاکستان په باب د امریکاد ولسمشر ډونالډټرمپ دنوی سټراټژۍ اعلان د پاکستان د مسئولانو د خپګان لامل شوی دی .
دسحر اردو ټیلیویژنی چینل راپور ورکړی ، دپاکستان لومړی وزیر عمران خان د ترکیې له ټیلیویژنی چینل سره په خبرو کې وئیلی دی ، پاکستان په تیر وخت کې له امریکا سره ډیرې ملګرتیاوې کړی دی چې دغه ملګرتیاوې تر دې دمه داسلام اباد په تاوان تمامې شوی دی .
هغه زیاته کړې،داسلام اباد واشنګټن تر مینځ تاؤتریخوالی په دوواړخیزو اړیکو کې دبې باورۍ نتیجه ده .
دپاکستان په باب د امریکاد ولسمشر ډونالډټرمپ د نوی سټراټژۍ اعلان د پاکستان د مسئولانو د خپګان لامل شوی دی.
د پاکستان په باب دامریکا د ولسمشر په نوی سټراټژۍ کې دامریکا ولسمشر ټرمپ پاکستان دترهه ګرۍ ملاتړی بللې اوګواښ ئې کړی ؤ چې که اسلام اباد پخپلې خاورې کې دترهه ګرو مرکزونه اوپټنځایونه له مینځه یونه سی،نو په دغه هیواد به دامریکا مالی مرستې بندې کړی،چې دغې خبرې دپاکستان د لوړپوړو چارواکو سخت غبرګون په ځان پسې درلود او د دواړوهیوادونو ترمینځ ئې اړیکې هم تر ډیره ترینګلی کړی دی .