د پاکستان او افغانستان چارواکو خبرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i79575-د_پاکستان_او_افغانستان_چارواکو_خبرې_وکړې
ایرنا خبری اژانس وایی د پاکستان د باندنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی او د افغانستان د ولسمشر ځانګړی استازی عمر داود زی له ترهګرۍ سره د مبارزې او دتجارت په شمول په بیلابیلو زمینو کښې د دواړوهیوادونو د اړیکو په پراخولو ټینګار وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 10, 2019 02:09 Asia/Kabul
  • د کابل حکومت په ټولو زمینو کښې له پاکستان سره د ملګرتیاو د پراخولو لپاره محکمه اراده لري .
    د کابل حکومت په ټولو زمینو کښې له پاکستان سره د ملګرتیاو د پراخولو لپاره محکمه اراده لري .

ایرنا خبری اژانس وایی د پاکستان د باندنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی او د افغانستان د ولسمشر ځانګړی استازی عمر داود زی له ترهګرۍ سره د مبارزې او دتجارت په شمول په بیلابیلو زمینو کښې د دواړوهیوادونو د اړیکو په پراخولو ټینګار وکړ .

د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشی په اسلام اباد کښې د افغانستان دولسمشر له ځانګړی استازی عمر داود زی سره په کتنې کښې دسیمې د سولې او دثبات له تحقق سره د پاکستان د حکومت د ژمنې په بیانولو سره وویل پاکستان په افغانستان کښې د ثبات غوښتونکی دی او دغه ثبات دسیمې د اقتصادی غوړیدا اړتیا ده .

د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشی د افغانستان د ولسمشر اشرف غنی ځانګړی استازی ته ډاډ ورکړ د اسلام اباد حکومت په افغانستان کښې دجنګ او د وینې دتویدا د ختمیدا او د دغه هیواد له خلکو سره د مرستې لپاره ضروری اقدامات او مرستې ترسره کوی .

د افغانستان دولسمشر ځانګړی استازی عمر داود زی هم د پاکستان دبهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشی سره په کتنې کښې په افغانستان کښې د سولې او دثبات دتحقق لپاره د پاکستان د لومړی وزیر عمران خان د اقداماتو په قدرونې سره وویل د کابل حکومت په ټولو زمینو کښې له پاکستان سره د ملګرتیاو د پراخولو لپاره محکمه اراده لری .