د پاکستان ګوادر بندر ته د عربستان د انرژۍ د وزیر ورتګ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i79649-د_پاکستان_ګوادر_بندر_ته_د_عربستان_د_انرژۍ_د_وزیر_ورتګ
متقابلا چین چی په جنوبی اسیا کې د سیمه ایزو ملګرتیاو د پراختیا سیاست تعقیبوی ، د خپلو اقتصادی طرحو په څنګ کې د عربستان شتون نه یوازې د امریکا لخوا حساب شوې حرکت بولی بلکې په هرې سیمې کې د عربستان د شتون امنیتی پایلو ته په پام سره اندیښمن دې چی په ګوادر بندر کې د عربستان شتون د ناارامیو او کړکیچ د رامینځته کیدا سبب شی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 13, 2019 11:52 Asia/Kabul
  • د پاکستان ګوادر بندر ته د عربستان د انرژۍ د وزیر ورتګ

متقابلا چین چی په جنوبی اسیا کې د سیمه ایزو ملګرتیاو د پراختیا سیاست تعقیبوی ، د خپلو اقتصادی طرحو په څنګ کې د عربستان شتون نه یوازې د امریکا لخوا حساب شوې حرکت بولی بلکې په هرې سیمې کې د عربستان د شتون امنیتی پایلو ته په پام سره اندیښمن دې چی په ګوادر بندر کې د عربستان شتون د ناارامیو او کړکیچ د رامینځته کیدا سبب شی

 

دعربستان د معدنی سرچینو، صنعت او انرژۍ وزیر  د پاکستان ګوادر بندر ته لاړ .

خالد بن عبدالعزیز الفالح د پانګونې او چڼ ځای د جوړولو ځای د جاج لپاره د پاکستان په بلوچستان صوبه کې ګوادر بندر ته سفر کړې دې . د پاکستان د طبیعی سرچینو او تیلو وزیر غلام سرور خان په وینا په  ګوادر بندر کې دچڼ ځای جوړول په پاکستان کې د عربستان  تر ټولوستره پانګونه ده . دې ته په پام سره چی د ګوادر بندر د چین او پاکستان د اقتصادی ملګرتیاو په چوکاټ کې د یوه روډ او یوه کمربند د طرحې یوه برخه ده ، په دغه بندر کې د عربستان پانګونه ممکنه ده له اسلام اباد سره د پیکنګ د ملګرتیاو په بهیر منفی اغیز وشیندی ځکه چی مخکې چی په پاکستان کې د پانګونې لپاره د عربستان د فیصلې په اړه خبرونه خپره شول نو هندی او چینی کارپیژاندو ترې هرکلې ونکړ  بلکې د منفی دریځ په غوره کولو سره یې وښودله چی د پیکنګ په شمول د سیمې حکومتونه په ګوادر بندر کې د عربستان له اقتصادی شتون او مشارکت لپاره کومه ګروهنه نلری .

داسې ښکاری چی د پاکستان حکومت د بهرنیو پانګونو د جذبولو لپاره په فیصلې کې له ستونزې سره مخامخ شی . ځکه چی له یوې خوا عربستان له پاکستان سره خپلو وروستیو مرستو ته په پام سره تمه لری د دغه هیواد په اقتصادی پروګرامونو کې ګډون وکړی او په عین حال د پاکستان سیاستونه ، اقتصادی  او امنیتی پروګرامونه د عربستان له سیاستونو او پروګرامونو وچورلی . په همدې دلیل په پاکستان کې مخکې زیاتره سیاسی او مذهبی ټولنو له ال سعودو د اسلام اباد د مالی مرستو د ترلاسه کولو د پایلو په اړه د پاکستان د لومړی وزیر عمران خان حکومت ته خبردارې ورکړې وو  . متقابلا چین چی په جنوبی اسیا کې د سیمه ایزو ملګرتیاو د پراختیا سیاست تعقیبوی ، د خپلو اقتصادی طرحو په څنګ کې د عربستان شتون نه یوازې د امریکا لخوا حساب شوې حرکت بولی بلکې په هرې سیمې کې د عربستان د شتون امنیتی پایلو ته په پام سره اندیښمن دې چی په ګوادر بندر کې د عربستان شتون د ناارامیو او کړکیچ د رامینځته کیدا سبب شی . په تیره بیا دا چی د ګوادر بندر په بلوچستان صوبه کې دې چی په وروستیو کلونو کې ناامنۍ او کړکیچ سره مخامخ دې .

په هر حال د چڼ ځای د جوړولو لپاره ګوادر بندر ته د عربستان د انرژۍ وزیر سفر په داسې حال کی چی پاکستان د چڼ ځای لپاره ضروری ګاز او تیل نلری ، ښی چی د ال سعودو چارواکی په پاکستان کې د سترې پانګونې په ادعا سره له یوې خواپه پاکستان کې د چین د شپږ څلویښت میلیارډ ډالره پانګونه تر اغیز لاندې راولی او له بل پلوه د پاکستان اقتصاد له ځان سره ګاڼه وساتی .