دپاکستان په لورالائی کې ځان مرګو بریدونو وژلې نوره هم زیاتې شوی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i79992-دپاکستان_په_لورالائی_کې_ځان_مرګو_بریدونو_وژلې_نوره_هم_زیاتې_شوی
د پاکستان دپولیسو اوپوځیانو پر مرکزونو دترهه ګرو دا لومړنی برید نه دی ،بلکې له دې مخکې له دې هم پّه حساسو ځایونو ځان مرګی اوترهه ګر بریدونه شوی او په لسګونو پوځیان او امنیتی ماموران ئې قربانی کړی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 30, 2019 02:12 Asia/Kabul
  • دپاکستان په لورالائی کې ځان مرګو بریدونو وژلې نوره هم زیاتې شوی

د پاکستان دپولیسو اوپوځیانو پر مرکزونو دترهه ګرو دا لومړنی برید نه دی ،بلکې له دې مخکې له دې هم پّه حساسو ځایونو ځان مرګی اوترهه ګر بریدونه شوی او په لسګونو پوځیان او امنیتی ماموران ئې قربانی کړی دی .

 زمونږخبریال راپورراکړ   دپاکستان په بلوچستان صوبې لورالائی کې د پولیسو په یوه مرکز  دترهه ګرو  په ډله ایز ځان مرګی برید کې   د وژل شوو کسانو شمیر  لسو تنو ته رسیدلی او دغه راز په دغې پیښې کې کابو پنځه ویشت نور کسان هم ټپیان شوی   چې ځینی ئې مرګی حاله دی

  راپور ښئ په وژل شوو کې زیاتره  دپولیسو ماموران دی .   وئیل کیږی و بلوچستان صوبې په لورالائی کې  دپولیسو  په یوه مرکز کې چې  د مامورانو دګمارلو  ورځ وه او په  هغه ځای کې  کابو اته سوه کسان هم د   نامو دثبتولو لپاره  موجود وو چې   درې ځان مرګو ترهه ګرو  غوښتل  هغه مرکز ته ننوځی ،خو  په هغه ځای کې موجودو امنیتی مامورانو په  موقعې   دترهه ګرو په پیژندلو سره پر هغوی ناتار جوړ کړی چې  په مینځنی ګیټ سره ئې یو  ځّان مرګی وویشت خو    هغه هم په ځان پورې تړلی چاویدونکی توکی ولوزول   او دغه راز دوه نور ځان مرګی هم   په  خلکو په ناتارډزو سره   یوې ودانۍ ته ننوتل  او  وئیل کیږی چې په دغو  ډزو کې ئې  نهه کسان چې  زیاتره ئې پولیس دی ،وژلی او کابو پنځه ویشت نور ئې ټپیان کړی دی .البته  پولیسو  هغه  دواړه  ځان مرګی  جهنم ته رسولی دی .

 داپه  داسې حال کې دی چې  د پاکستان دپولیسو اوپوځیانو پر مرکزونو  دترهه ګرو دا لومړنی برید نه دی ،بلکې له دې مخکې له دې هم پّه حساسو ځایونو ځان مرګی اوترهه ګر بریدونه شوی او په  لسګونو پوځیان او امنیتی ماموران ئې قربانی کړی دی .