عربستان د اسلامی نړۍ د بې ثباتۍ اصلی عامل دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i80261-عربستان_د_اسلامی_نړۍ_د_بې_ثباتۍ_اصلی_عامل_دی
ایرنا خبری اژانس وایی د پاکستان یوشمیر مذهبی مشرانو او عالمانو په یوې (۱)غونډې کښې اسلام اباد ته د سعودی عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان له راتلونکی سفرسره دخپل مخالفت په اعلانولو سره د اسلامی نړۍ په بې ثباتۍ کښې د ال سعود رژیم د واکمنانو په ورانونکی رول غور وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 11, 2019 02:32 Asia/Kabul
  • سعودي عربستان له ټولو ترهګرو ډلو سره مرستې کوي .
    سعودي عربستان له ټولو ترهګرو ډلو سره مرستې کوي .

ایرنا خبری اژانس وایی د پاکستان یوشمیر مذهبی مشرانو او عالمانو په یوې (۱)غونډې کښې اسلام اباد ته د سعودی عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان له راتلونکی سفرسره دخپل مخالفت په اعلانولو سره د اسلامی نړۍ په بې ثباتۍ کښې د ال سعود رژیم د واکمنانو په ورانونکی رول غور وکړ .

ویناوالو په دغه غونډې کښې د مسلمانانو ملتونو  په تیره بیا د سوریې د یمن، د فلسطین  دبحرین او دکشمیر  دخلکو پرضد د ظلم او د تاوتریخوالی په غندلو سره ټینګار وکړ د مسلمانانو په تیره بیا د  اسلامی واکمنانو د ویښتیا وخت رارسیدلی دی او هغوې باید د ال سعود رژیم په شان د ځینو تش په نامه د اسلامی واکمنانو د نفاق پرضد ښکاره خبرې وکړی .

د پاکستان دملی پیوستون د شورا د مشر مرستیال «ثاقب اکبر» په دغه غونډې کښې وویل هغه واکمنان چې دیمن دبې دفاع ملت وژل یې په ایجنډې کښې شامل کړی دی او په یرغلیز کړچار سره یې مینځنی ختیځ په وینو کښې لیت پیت کړی دی هیڅکله له مسلمانو ملتونو په تیره بیا دپاکستان له ملت سره د دوستۍ او مرستې ادعا نشی کولای .