پاکستان په ایران کښې ټروریسټی برید وغند
Feb 14, 2019 08:01 Asia/Kabul
-
جیش العدل تکفیري ترهګرې ډلې ددغه جنایت مسولیت پرغاړه اخیستی دی .
ایرنا خبری اژانس وایی د پاکستان د باندنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل د ایران په جنوب ختیځ کښې په سیستان او بلوچستان ولایت کښې ترهګره حمله وغندله .
هغه بیګا د ایران دترهګرۍ حملې د شهیدانو او د ژوبلو کسانو له کورنیو سره خواخوږی څرګنده کړه او ویې ویل اسلام اباد اباد هرډول ترهګر اقدام غندی .
د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کښې پرون د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران دځواکونو د بس په لاره کښې په ترهګرې حملې کښې اوویشت (۲۷) کسان شهیدان او دیارلس (۱۳)نور ژوبل شوی وو .
جیش العدل تکفیری ترهګرې ډلې ددغه جنایت مسولیت پرغاړه اخیستی دی .
دغه ډله سلفی او وهابی تفکر لری او په سوریې کښې د تکفیری ترهګرو ډلو ملاتړی ده .
ټیګونه