پاکستان د کشمیر په حملې کښې لاس نلری
-
پاکستان له جیش محمد او نورو وسله والو ډلو سره چې په کشمیر کښې جنګیږي مالي او پوځي مرستې کوي .
ایرنا خبری اژانس وایی د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې (۱)بیانیې کښې په کشمیر کښې د پرون ورځې په ترهګرې حملې کښې د اسلام اباد د لاس لرلو په هکله دهندوستان د چارواکو او رسنیو څرګندونې بې اساسه وبللې .
پرون د هند تر کنټرول لاندې د کشمیر په پلوامه سیمه کښې د سرحدی پولیسو په کاروان حملې کښې څلورڅلویښت(۴۴) پولیس وژل شوی او په لسګونو نور ژوبل شوی وو .
جیش محمد ډلې ددغه حملې مسولیت پرغاړه اخیستی دی .
دا له ۲۰۱۶ میلادی کال وروسته په کشمیر کښې دهند په پوځیانو ترټولو ستره حمله ګڼل کیږی .
هندوستان وایی چې پاکستان له جیش محمد او نورو وسله والو ډلو سره چې په کشمیر کښې جنګیږی مالی او پوځی مرستې کوی خو پاکستان دغه تور ردوی .
بل خبر داچي هندوستان نن په نوي ډیلي کښې د پاکستان سفیر سهیل محمود احضار کړ او په کشمیر سیمه کښې په حکومتي عسکرو د حملې دعاملانو پرضد یې د اسلام اباد د اقدام د ترسره کولو غوښتنه وکړه .