هندی لومړی وزیرله پاکستانی لومړی وزیر سره له خبرواترو ډډه وکړه
Mar 02, 2019 12:17 Asia/Kabul
دپاکستان لومړی وزیر نیّت درلود،نریندرا مودی دنیول شوی هندی پایلټ دخوشی کولو لپاره له خپلې فیصلې خبرکړی،خو هندی لومړی وزیرله عمران خان سره خبرواترو ته تیار نه شو .
ایرناخبری آژانس راپورورکړ دپاکستان او هندوستان رسندویو نن وئیلی دی ، د دواړو هیوادونو ترمینځ په رامینځةشوی تاؤتریخوالی پسې په تیرو دوو ورځو کې دپآکستان لومړی وزیر عمران خان څو ځله هڅه کړې،څو له هندی لومړی وزیر نریندرا مودی سره ټیلیفونی تماس ټینګ کړی،خو وئیل کیږی،مودی له هغه سره د تماس په موډ کې نه دی او مثبت ځواب ئې نه دی ورکړی .
دپاکستان لومړی وزیر نیّت درلود،نریندرا مودی دنیول شوی هندی پایلټ دخوشی کولو لپاره له خپلې فیصلې خبرکړی ،خو هندی لومړی وزیر له عمران خان سره خبرواترو ته تیار نه شو .
ټیګونه