بهرنیوتالی څټوداسلام ابادتهران ترمینځ دښواړیکوپه خرابولوکې ماته خوړلې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i80692-بهرنیوتالی_څټوداسلام_ابادتهران_ترمینځ_دښواړیکوپه_خرابولوکې_ماته_خوړلې
دپاکستان خارجه وزیر هیله ښودلې د ایران تښتول شوی پوله ساتونکی زر ترزره خوشی شی او داسلام اباد حکومت به په دې اړه خپلې هلې ځلې هماغه راز نوره هم زیاتې کړی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Mar 03, 2019 13:50 Asia/Kabul
  • بهرنیوتالی څټوداسلام ابادتهران ترمینځ دښواړیکوپه خرابولوکې ماته خوړلې

دپاکستان خارجه وزیر هیله ښودلې د ایران تښتول شوی پوله ساتونکی زر ترزره خوشی شی او داسلام اباد حکومت به په دې اړه خپلې هلې ځلې هماغه راز نوره هم زیاتې کړی .

 زمونږ خبریال  له اسلام اباده راپورراکړ  دپاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشی یو ځل بیا  وئیلی  دتهران  او اسلام اباد ترمینځ دښو اړیکو دغوڅولو لپاره  دښمنان لاس  په کارشوی دی ،خو  د دغو دوو ګاونډیو او ورور هیوادونو ترمینځ داړیکو غوڅول  دهغوی له وسه بهر دی او دغه  ورورګلویزې اړیکې به  لاپراخې او پیاوړی شی .

  دپاکستان  خارجه وزیر همداراز هیله ښودلې  د ایران  تښتول شوی  پوله  ساتونکی   زر ترزره خوشی شی او داسلام اباد حکومت به  په دې اړه خپلې هلې ځلې  هماغه راز نوره هم زیاتې کړی .

 په عین حال کې  د پاکستان  خارجه وزیر  له هندوستان سره دپاکستان دترینګلتیاؤ دختمولو لپاره   له ډیپلوماټیکو  لارو داستفادې او د سولې خبرواترو ته  په مخه کولو ټیڼګار کړی او وئیلی ئې دی ،  اسلام اباد  له هندوستان سره جنګ  نه غواړی  او نیّت لری ،  له  دغه هیواد سره دتاؤتریخوالی دکمولو  او دسولې  دټینګیدا لپاره  ځینی تدبیرونه غوره کړی.

     د اپه داسې حال کې دی چې  د  هند ترکنټرول لاندې  کشمیر په پلوامه سیمې کې د هندی عسکرو په ضد په مرګونی حملې کې ۴۴هندی عسکر وژل شوی وو ،چې هندی حکومت   ددغې حملې مسئولیّت دپاکستان په غاړه ورواچوه  چې  یوه ورځ وروسته ئې  دآزادکشمیر په ځینو سیمو بمبارۍ وکړې او ادعائې وکړه چې څه دپاسه درې سوه ترهه ګر ئې وژلی دی ، چې دپاکستان حکومت دغه ادعا رد کړې  او دغه راز ئې   په یوه ناڅاپی  ځوابی اقدام کې د  هندوستان دوې جنګی الوتکې  هم نسکورې کړی اود هغو یو پیلوټ ئې ژوندی نیولی ؤ  خو دوه ورځې وروسته دپاکستان لومړی وزیر عمران  له خپلې خوا دښه نیّت ښودلو لپاره  دغه هندی پایلټ خوشی کړ او یو ځل بیا  هندی لومړی وزیر ته د   روغې جوړې دخبرو بلنه ورکړه چې  هندی لومړی وزیر نریندرا مودی هم  موډ نه درلود له  پاکستانی همڅنګ سره په دې باب خبرې وکړی .