پاکستان هیوادونو ته لیکونه استولي دي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i80720-پاکستان_هیوادونو_ته_لیکونه_استولي_دي
تسنیم خبری اژانس راپور ورکړ پاکستان په دې خبرې چې د هند جنګی الوتکو د اسلام اباد په هوایی حریم ښکاره تیری کړی او د ملګروملتونو قوانین یې تر پښو لاندې کړی دی د نړۍ د بیلابیلو هیوادونو د پارلمانونو مشرانو ته لیکونه استولی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 05, 2019 01:46 Asia/Kabul
  • د هندوستان جنګي الوتکو د فرورۍ په ۲۶ او ۲۷ نیټه د پاکستان په هوايي حریم تیري سره د دغه هیواد خاورې ته ورننوتلې .
    د هندوستان جنګي الوتکو د فرورۍ په ۲۶ او ۲۷ نیټه د پاکستان په هوايي حریم تیري سره د دغه هیواد خاورې ته ورننوتلې .

تسنیم خبری اژانس راپور ورکړ پاکستان په دې خبرې چې د هند جنګی الوتکو د اسلام اباد په هوایی حریم ښکاره تیری کړی او د ملګروملتونو قوانین یې تر پښو لاندې کړی دی د نړۍ د بیلابیلو هیوادونو د پارلمانونو مشرانو ته لیکونه استولی دی .

د پاکستان د پارلمان مشر اسد قیصر د نړۍ د یوسل اته اویا (۱۷۸)هیوادونو د پارلمانونو مشرانو ته دلیکونو په  استولو سره د هند او دپاکستان ترمینځ دوروستیو تاوتریخوالو په اړه توضیح ورکړی .

د پاکستان د پارلمان مشر اسد قیصر په دغو لیکونو کښې  ویلی دی د هندوستان جنګی الوتکو د فرورۍ په ۲۶ او ۲۷ نیټه د پاکستان په هوایی حریم تیری سره د دغه هیواد خاورې ته ورننوتلې .

هغه د هند دغه پوځی تیری د ملګروملتونو د قوانینو تر پښو لاندې کول وباله او ویې ویل له دې سره سره چې دهند په دغو حملو کښې مرګ ژوبله رامینځته نشوه خو د نوی ډیلی  لخوا د پاکستان په سرحدونو تیری د اندیښنې وړ چاره ده .