په پاکستان کښې دوه نور هندی جاسوسان ونیوې شول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i8074-په_پاکستان_کښې_دوه_نور_هندی_جاسوسان_ونیوې_شول
یو لړ رپوټونو د پاکستان په جنوب کښې د دوه نورو هندی جاسوسانو د نیول خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 17, 2016 12:32 Asia/Kabul
  • په پاکستان کښې دوه نور هندی جاسوسان ونیوې شول

یو لړ رپوټونو د پاکستان په جنوب کښې د دوه نورو هندی جاسوسانو د نیول خبر ورکړ.

د پاکستان د امنیتی سرچینو په نقل سره زمونږ د رېډیو د رپوټ له مخې د دغه هېواد د سېند صوبې په ټټّه ښار کښې د وو کب نیوونکو په جامه کښې دوه هندی جاسوسان ونیول شول.

د نیول کېدو په وخت له دغو دوو هندی جاسوسانو څخه د حساسو تاسیساتو یو شمېر نقشې او تصویرونه هم کشف شول.

د پاکستان د پولیسو د یو لوړرتبه افسر نوید خواجه د وېنا مطابق دغو دواړو کسانو غوښتل د پاکستان او چین اقتصادی پروژې ته زیان ورسوی.

له دې مخکې هم د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دغه هېواد په بلوچستان صوبه کښې د هند یو فوځی افسر له نیولو وروسته په اسلام آباد کښې د دغه هېواد سفیر احضار کړے ؤ.

------