د هنداو پاکستان سرحدی شخړې ترخطرناک حده ترینګلی دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i80762-د_هنداو_پاکستان_سرحدی_شخړې_ترخطرناک_حده_ترینګلی_دی
دپاکستان ولسمشر زیاته کړې،هغه څه چې دهندترکنټرول لاندې کشمیر سیمې کې روان دی،د هندوستان او صهونیسټ رژیم دګډو دسیسو نتیجه ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 07, 2019 03:08 Asia/Kabul
  • د هنداو پاکستان سرحدی شخړې ترخطرناک حده ترینګلی دی

دپاکستان ولسمشر زیاته کړې،هغه څه چې دهندترکنټرول لاندې کشمیر سیمې کې روان دی،د هندوستان او صهونیسټ رژیم دګډو دسیسو نتیجه ده .

 زمونږخبریال راپور راکړ د پاکستان ولسمشر  ډاکټر عارف علوی  پرن  له ایکسپریس نیوز خبری چینل سره په خبرو کې  وئیلی دی ،که څه هم  تر یوه حده د هند اوپاکستان  سرحدی تاؤتریخوالی کم شوی دی ،خو  د دواړو هیوادونو ترمینځ دجنګ خطره هماغه راز شته او حالات ترینګلی دی .

 دپاکستان ولسمشر زیاته کړې،هغه څه چې دهندترکنټرول  لاندې کشمیر سیمې کې  روان دی،د هندوستان او صهونیسټ رژیم  دګډو دسیسو نتیجه ده .

 ډاکټر عارف علوی  وئیلی دی  له هندی لومړی وزیر نریندرا مودی سره  دټیلیفونی خبرو  لپاره د پاکستان دلومړی وزیر عمران خان  دومدارې هلې ځلې  هم په همدې دلیل دی ، چې  دنیا دې پوهه شی ،پاکستان هیڅکله هم  له هندوستان  سره  د جنګ  او تاؤتریخوالو دوام نه غواړی .

 دپاکستان دپوځ  ویندوی جنرال آصف غفور هم  پرون په یولړ څرګندونو کې ویلی دی، دپاکستان اوهندوستان ترمینځ تاؤتریخوالی  کم شوی دی،خو  دجنګ  خطره هماغه راز موجوده ده .