د هنداو پاکستان سرحدی شخړې ترخطرناک حده ترینګلی دی
دپاکستان ولسمشر زیاته کړې،هغه څه چې دهندترکنټرول لاندې کشمیر سیمې کې روان دی،د هندوستان او صهونیسټ رژیم دګډو دسیسو نتیجه ده .
زمونږخبریال راپور راکړ د پاکستان ولسمشر ډاکټر عارف علوی پرن له ایکسپریس نیوز خبری چینل سره په خبرو کې وئیلی دی ،که څه هم تر یوه حده د هند اوپاکستان سرحدی تاؤتریخوالی کم شوی دی ،خو د دواړو هیوادونو ترمینځ دجنګ خطره هماغه راز شته او حالات ترینګلی دی .
دپاکستان ولسمشر زیاته کړې،هغه څه چې دهندترکنټرول لاندې کشمیر سیمې کې روان دی،د هندوستان او صهونیسټ رژیم دګډو دسیسو نتیجه ده .
ډاکټر عارف علوی وئیلی دی له هندی لومړی وزیر نریندرا مودی سره دټیلیفونی خبرو لپاره د پاکستان دلومړی وزیر عمران خان دومدارې هلې ځلې هم په همدې دلیل دی ، چې دنیا دې پوهه شی ،پاکستان هیڅکله هم له هندوستان سره د جنګ او تاؤتریخوالو دوام نه غواړی .
دپاکستان دپوځ ویندوی جنرال آصف غفور هم پرون په یولړ څرګندونو کې ویلی دی، دپاکستان اوهندوستان ترمینځ تاؤتریخوالی کم شوی دی،خو دجنګ خطره هماغه راز موجوده ده .