د سعودی عربستان عادل الجبیر پاکستان ته تللی
Mar 07, 2019 14:05 Asia/Kabul
-
عادل الجبیر به د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان او نورو پوځي چارواکو سره هم خبرې وکړي .
زمونږ خبریال وایی د سعودی عربستان دخارجه وزیر مرستیال عادل الجبیر نن اسلام اباد ته رسیدلی او دپاکستان له خارجه وزیر شاه محمود قریشی سره یې کتنه او خبرې اترې کړی دی .
د عربستان دغه چارواکی د پاکستان د حکومت لپاره د ولیعهد محمد بن سلمان مهم پیغام وړی دی .
هغه به د پاکستان له لومړی وزیر عمران خان او نورو پوځی چارواکو سره هم خبرې وکړی .
ټیګونه