افغان پوځیانو په پکتیاکې اته پاکستانیان ووژل
دالومړنی ځل نه دی چې په افغانستان کې پاکستانیان د افغان ځواکونو په لاس او یا د نورو وسلوالو کسانو په لاس وژل کیږی،حال دا چې په پآکستان کې په میلیونونو افغان کډوال شپه او ورځ په آزادۍسره ګرځی راګرځی .
زمونږخبریال د ډان نیوز خبری سایټ له قوله راپورراکړ دپاکستان د خارجه وزارت په خبرتیا کې راغلی دی ، د افغانستان امنیتی ځواک ددغه هیواد په پکتیا ولایت کې اته پاکستانیان چې دغه هیواد ته تللی وو ،له نیولو وروسته سخت شکنجه کړی او بیا ئې په بوږنونکی ډول وژلی دی .
داپه داسې حال کې دی چې دپاکستان خارجه وزارت په دې باب نور معلومات نه دی ورکړی البته وئیل شوی چې په دې اړه به ډیر زر نور جزیات هم رسندویو ته وړاندې کړی .
دالومړنی ځل نه دی چې په افغانستان کې پاکستانیان د افغان ځواکونو په لاس او یا د نورو وسلوالو کسانو په لاس وژل کیږی ، حال دا چې په پآکستان کې په میلیونونو افغان کډوال شپه او ورځ په آزادۍ سره ګرځی راګرځی .