هند او پاکستان دکرتاپور دسترې لارې په باب سره خبرواتروته دوام ورکوی
د هند او پاکستان ترمینځ دکرتاپور سرحدی لاره دتیر کال په نومبر کې د پاکستان دلومړی وزیر عمران خان ، ددغه هیواد دپوځ د مشر قوماندان جنرال قمر جاوید باجوه او یو شمیر نورو لورړپوړو پوځی اوسیاسی چارواکو په شتون سره په یولړدستورو کې پرانیستل شوې وه .
ایرنا خبری اژانس راپورورکړ د کرتاپور معبد د سرحدی سترې لارې د جوړولو دپلان د مسودې دنهائی کولو لپاره چې پاکستان ئې وړاندیز کړی ، دپاکستان او هندوستان د پلاؤ غونډه پرون دهندوستان په آتاری سرحدی سیمې کې وشوه او دواړو لورو په دې باب دنهائی فیصلې لپاره په راتلونکی میاشت کې دد خبرواترو د دوهم پړاؤ په ترسره کیدا سره موافقه کړې ده .
دپاکستان خارجه وزارت په یوې اعلامیې کې وئیلی دی ،اسلام اباد اونوی ډیلی په پرونیو خبرواترو کې سره موافقه کړې ده ، چې دخبرواترو ورپسې پړاؤ داپریل په دوهمه نیټه دپاکستان په واهګه سرحدی سیمې کې ترسره شی . په دغې اعلامیې کې وئیل شوی دی دپاکستان اوهندوستان حرفه وی اوتخنیکی مسئولان تر شپږو ورځو پورې د پولې دپاسه ، یعنی په هغه ځای کې غونډه جوړوی ،چې ټاکل شوې ده ، دکرتاپور معبد ته تلونکی لاره پکې جوړه شی،