د پاکستان ولسمشر په ځینو مشرانو نیوکه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i80982-د_پاکستان_ولسمشر_په_ځینو_مشرانو_نیوکه_وکړه
زمونږ خبریال وایی د پاکستان ولسمشر عارف علوی د مسلمانانو پرضد د ځینو هیوادونو دمشرانو په تفرقه رامینځته کونکو څرګندونو نیوکه وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 18, 2019 12:17 Asia/Kabul
  • د ځينو هیوادونو مشران دمسلمانانو پرضد په خپلو غلیمانه څرګندونو سره دسیمې سولې او ثبات ته تاوان رسوي .
    د ځينو هیوادونو مشران دمسلمانانو پرضد په خپلو غلیمانه څرګندونو سره دسیمې سولې او ثبات ته تاوان رسوي .

زمونږ خبریال وایی د پاکستان ولسمشر عارف علوی د مسلمانانو پرضد د ځینو هیوادونو دمشرانو په تفرقه رامینځته کونکو څرګندونو نیوکه وکړه .

هغه وویل د ځینو هیوادونو مشران دمسلمانانو پرضد په خپلو غلیمانه څرګندونو سره دسیمې سولې او ثبات ته تاوان رسوی .

دپاکستان ولسمشر عارف علوی وویل د ځینو هیوادونو چارواکی باید د مسلمانانو پرضد په خپلو نفرت رامینځته څرګندونو کښې بیا کتنه وکړی ځکه چې نړیواله سوله به د مسلمانانو او د  دوې ترمینځ په جنګ رامینځته کولو سره لاس ته رانشی .

د پاکستان ولسمشر په کراچۍ ښار کښې د نیوزی لینډ د ترهګرې حملې د یوه(۱) وژل شوی کس له کورنۍ سره له کتنې وروسته له رسنیو سره په مرکه کښې وویل  دغو خونړیو حملو د پاکستان ملت غمجن کړی دی .

هغه وویل د نیوزی لینډ په کریسټ چرچ ښار کښې په دوو (۲) جوماتو دتیرې جمعې ورځې ترهګرې حملې له اسلام سره د مبارزې د هغه فضا نتیجه ده چې په نړۍ کښې ځینو سیاسی او حکومتی شخصیتونو رامینځته کړی ده