ترهه ګرودپاکستان په بلوچستان کې د لیوی شپږماموران ووژل
دپاکستان بلوچستان صوبه یوه ناکراره صوبه حسابیږی چې زیاتره د سپاه صحابه،لښکر جنګوی،جماعت الاحرار طالبانو اوبیلتون غواړو پشمول تالی حټی اوترهه ګرې ډلګۍ پکې ترهه ګرفعالیتونه کوی .
زمونږخبریال راپورراکړ د پاکستان دبلوچستان صوبې دزیارت کمشنر قدیر بخش پیرکانی وئیلی دی نن سهار یو شمیر ترهه ګرو دزیارت دسنجاوی په لیوی چیک پوسټ حمله وکړه چې له امله ئې دلیوی فورس شپږ ماموران وژل شوی دی .
راپورښئ تر دې دمه کومې ډلې ددغې پیښې پړه په غاړه نه ده اخستې .
وروستی راپورونه ښئ نن سهار ددغې حملې په وخت لیوی مامورانو د ترهه ګرو تر یوه حده مقابله وکړه خو بلاخره هم موجود شپږ واړه لیوی ماموران ووژل شول او ترهه ګرو دهغوی وسله هم له ځان سره وړی او له هغه ځایه تښتیدلی دی.په راپور کې وئیل شوی دی،دمړو جنازې روغتون ته منتقلې شوی او پولیسو دخپل عادت په اساس د ترهه ګرو لټول پیل کړی دی .
دپاکستان بلوچستان صوبه یوه ناکراره صوبهحسابیږی چې زیاتره د سپاه صحابه، لښکر جنګوی،جماعت الاحرار طالبانو اوبیلتون غواړو پشمول تالی حټی اوترهه ګرې ډلګۍ پکې ترهه ګر فعالیتونه کوی .