د پاکستان لومړی وزیر د نوروز په مناسبت مبارکی وویله
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i81036-د_پاکستان_لومړی_وزیر_د_نوروز_په_مناسبت_مبارکی_وویله
زمونږخبریال وایی دپاکستان لومړی وزیر عمران خان په خپل هیواد کښې هغو ټولو خلکو ته چې د نوروز اختر لمانځی مبارکی وویله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 21, 2019 09:35 Asia/Kabul
  • دنوروز اختر مراسم په ټولنه کښې د یوزړه توب او د ورورګلوۍ احساسات پیاوړي کوي .
    دنوروز اختر مراسم په ټولنه کښې د یوزړه توب او د ورورګلوۍ احساسات پیاوړي کوي .

زمونږخبریال وایی دپاکستان لومړی وزیر عمران خان په خپل هیواد کښې هغو ټولو خلکو ته چې د نوروز اختر لمانځی مبارکی وویله .

په ټول پاکستان کښې نن خلک د نوروز اختر جشن ترسره کوی .

نوروز  اختر د سپرلی د رارسیدا نښه ده چې خلک یې له سلګونو کسانو راهسې په ډیرې ولولې او جوش سره لمانځی .

په پاکستان کښې دنوروز اختر په مناسبت په بیلابیلو ښارونو او سیمو کښې د دعا  او دجشن مراسم ترسره کیږی او خلک بیلابیل ډول ډوډۍ پخوی .

په ایران  اسلامی جمهوریت کښې خلک تر دیارلسو(۱۳) ورځو پورې د نوروز اختر مراسم او جشنونه ترسره کوی او اکثره خلک په سفرونو ته ځی چې له سپرلی خوند واخلی .

په افغانستان کښې هم  نوروز اختر په رسمی ډول له مزارشریف ښار څخه شروع کیږی .

په مرکزی اسیا هیوادونو  کښې هم د نوروز اختر مراسم په ډیرې ولولې او جوش سره ترسره کیږی .

دغه راز د پاکستان او دهندوستان په ځینو سیمو کښې هم د نوروز اختر په مناسبت د دعاد ترسره کولو مراسم  ترسره کیږی .

دنوروز اختر مراسم په ټولنه کښې د یوزړه توب او د ورورګلوۍ احساسات پیاوړی کوی او دنوروز په شان اختر دخلکو د قدرت بیلګه ده .