د مسلمانانو پرضد احساسات خطرناک کار دی
-
ترهګر په متنوعې او د څو قومیتي ټولنې په ارزښتونو حمله وکړه .
زمونږ خبریال وایی د پاکستان دباندنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی د اسلامی ملګرتیا موسسې د اجرایی کمیټۍ بیړنۍ غونډې ته په وینا کښې وویل په لویدیځو هیوادونو کښې په منل شوی سیاست کښې د مسلمانانو پرضد د احساساتو راپارول خطرناک کار دی او د احترام او د زغم د کلتور ځاې اوس تعصب او د خلکو ایستلو بیانیه نیسی .
د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشی وویل په نیوزی لینډ کښې په جوماتو حملې یوازې دیوه سړی لخوا ترسره شوی پیښنه نه ده بلکې هغه په لویدیځ کښې له اسلام څخه دخلکو او د هیوادونو دویرولو د څپې نښه ده .
هغه وویل ترهګر په متنوعې او د څو قومیتی ټولنې په ارزښتونو حمله وکړه .
شاه محمود قریشی د اسلامی ملګرتیا موسسې د اجرایی کمیټۍ د بیړنۍ غونډې د وربللو لپاره دترکیې مننه وکړه او ویې ویل مونږ د ډیر غم په حالت کښې دغه سره یوځاې شوی یوو او د نیوزی لینډ حملې په ټوله دنیا کښې د میلیونونو خلکو د کړاو او د غم سبب شوه .
د ترکیې په استنبول کښې د اسلامي ملګرتیا موسسې په غونډې کښې شل هیوادونه او دغه راز دنړیوالو موسسو ، د ملګروملتونو، د اروپايي اتحادیې او په اروپا کښې دامنیت او د ملګرتیا موسسې استازي ګډون لري .
دنیوزي لینډ خارجه وزیر وینسټن پیټر هم په دغه غونډې کښې ګډون کړی دی .
هغه په نیوزي لینډ کښې هستوګنه مسلمانانو ته ډاډ ورکړ چې دوې به خوندي او محفوظ وي .
دنیوزي لینډ خارجه وزیر وویل مونږد مذهب د عقیدې ازادۍ ته زیات اهمیت ورکوو او زیاته یې کړه په مسلمانانوحملې په مونږ ټولو باندې حملې دي .