دافغانستان په حکومت د پاکستان دلومړی وزیر نیوکه :-
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i81152-دافغانستان_په_حکومت_د_پاکستان_دلومړی_وزیر_نیوکه
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د افغانستان په حکومت دهغه څه په دلیل چې له طالبانو ډلې سره د سولې دخبرو بندون ته رسیدل یې بللی دی نیوکه وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 27, 2019 01:24 Asia/Kabul
  • دافغانستان خارجه وزارت دپاکستان دلومړي وزیر څرګندونې دکابل په چارو کښې ښکاره لاسوهنه بللي ده .
    دافغانستان خارجه وزارت دپاکستان دلومړي وزیر څرګندونې دکابل په چارو کښې ښکاره لاسوهنه بللي ده .

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د افغانستان په حکومت دهغه څه په دلیل چې له طالبانو ډلې سره د سولې دخبرو بندون ته رسیدل یې بللی دی نیوکه وکړه .

عمران خان د طالبانو ډلې دسولې د خبرو اترو په هکله په یوې(۱) وینا کښې وویل دافغانستان حکومت  دخبرواترو نتیجې ته درسیدا لپاره باید منطقی حل لاره پیدا کړی .

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان په افغانستان کښې د موقته حکومت جوړیدل په دغه هیواد کښې د خبرو له بندون څخه د وتلو لپاره حل لاره وبلله او زیاته یې کړه د افغانستان سوله هغه وخت بریالۍ کیدلای شی چې په دغه هیواد کښې بې پلوه حکومت رامینځته شی چې وکولای شی د ټولوخلکو لپاره ازاد انتخابات ډالۍ کړی .

د سولې د خبرو له بندون سره په مخامخ کولو دافغانستان په تورنولو او په دغه هیواد کښې د موقته حکومت دجوړولو د ضرورت په هکله د پاکستان دلومړی وزیر عمران خان وینا یو(۱) ډول دافغانستان په کورنیو چارو کښې لاسوهنه ګڼل کیږی .

عمران خان په داسې شرایطو کښې دافغانستان حکومت له طالبانو سره د سولې دخبرو له ماتی سره په مخامخ کولو تورن کړی دی چې دکابل له حکومت پرته بل هیڅ حکومت ددغه هیواد دخلکو ګټې نشی تشخیصولی او نه یې په اړه هڅه کولای شی .

په افغانستان کښې د سولې دمسلې په هکله له دې سره سره چې له طالبانو سره دخبرو مدیریت باید د کابل دحکومت په لاس کښې وی ځینې لوبغاړی په تیره بیا امریکا د افغانستان له غږملتیا پرته او دکابل حکومت ته د غونډو د جزیاتو له ورکولو پرته له طالبانو ډلې سره دوه اړخیزه خبرې اترې پیل کړی دی چې د سپینې ماڼۍ دغه کړچار سبب شوی دی چې په افغانستان کښې د ثبات او دسولې په ټینګولو کښې د کابل دحکومت پروګرامونه  ناکامه شی .

دپاکستان لومړی وزیر عمران خان په داسې حال کښې دافغانستان  دسولې په بهیر کښې د افغانستان د حکومت دمنفی رول تور مطرح کړی چې په تیرو کلونو کښې اسلام اباد یوازنی سیمه ییز لوبغاړی وو چې له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو په بریالیتوب کښې په کارړنګونی تورن وو .

دغه ګونګوسې هم شته چې د پاکستان دغه لاسوهونکی دریځ چې د موقته حکومت دجوړیدا د پلان په ملاتړ سره خپل اوج ته رسیدلی دی په نورو د خپلو  ګرمو داچولو کړچار دی چې اسلام اباد  د افغانستان له بدلونونو سره د ددوه ګوڼه کړچار په باره کښې له نړیوالو او سیمه ییزو دباونو وباسی .

دپاکستان لومړی وزیر عمران خان په داسې شرایطو کښې په افغانستان کښې د موقته حکومت دجوړیدا دپلان ملاتړ کړی او هغه یې له بندون څخه ددغه هیواد د وتلو او دازادو انتخاباتو د ترسره کیدا لپاره لاره بللی ده  چې د کابل حکومت او په افغانستان کښې ځینې سیاسی ډلې په سخته  له دغه پلان سره مخالفې دی او هغه د هیواد له ملی ګټو سره په تضاد کښې بولی .

افغانستان اوس دپاکستان دلومړی وزیر عمران خان د څرګندونو په غبرګون کښې له اسلام اباد څخه خپل سفیر وربللی دی .

دافغانستان خارجه وزارت دپاکستان دلومړی وزیر څرګندونې دکابل په چارو کښې ښکاره لاسوهنه بللی ده .