پاکستان د ایران د سیل ځپلو په غم کې شریک دی
په وروستیو شپو ورځو کې په بې مخینې ورښتونو پسې دایران د ګلستان، مازندران، فارس لرستان پشمول یوشمیر ولایتونه دسیل له امله سختو کړاؤنو سره مخامخ ؤ او دغه راز دتر وروستیو پورې په دغو طبیعی پیښو کې کابو نولس کسان مړه شوی او څه دپاسه سل نور ټپیان شوی دی .
ایرناخبری آژانس راپورورکړ دپاکستان د خارجه وزارت ویندوی محمد فیصل نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی ، دپاکستان ملت او حکومت د وروستیو پیښو له امله د یو شمیر ایرانیو قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږی څرګندوی او په دې اړه د قربانیانو خپلوخپلوانو ،دایران ملت او حکومت ته تسلیّت وائی .
هغه زیاته کړې ده ، دپاکستان حکومت په دې اړه هر ډول مرستو ته تیار دی او په دې اړه به هیڅ هڅه ونه سپموی .
په وروستیو شپو ورځو کې په بې مخینې ورښتونو پسې دایران د ګلستان، مازندران، فارس لرستان پشمول یوشمیر ولایتونه دسیل له امله سختو کړاؤنو سره مخامخ ؤ او دغه راز دتر وروستیو پورې په دغوطبیعی پیښو کې کابو نولس کسان مړه شوی او څه دپاسه سل نور ټپیان شوی دی .