د ډاکټرانو په صلاح به پاکستان ته ستنیږم
د پاکستان وزیراعظم وویل: د خپلو ډاکټرانو په اجازه به پاکستان ته ستون شم.
زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د پاکستان وزیراعظم نواز شریف چې ویل کیږی د طبی معاینو لپاره انګلستان ته تللی دی، د پاکستان د کورنیو چارو له وزیر چودری نثار علی خان سره په کتنه کښې یې وویل: که د ډاکټرانو صلاح وی نو فوراً به هیواد ته ستون شم.
له چودری نثار علی خان سره د نواز شریف په کتنه کښې چې د لندن ښار په یو هوټل کښې وشوه، د پاکستان سیاسی وضعیت، په دغه هیاد کښې د پاناما پیپرز کړکیچ او د اپریل په ۲۴ نیټه په اسلام آباد کښې د پاکستان تحریک انصاف د مشر عمران خان د غونډې د ترسره کولو د اجازې څیړنه وشوه.
نواز شریف تیره چارشنبه لندن ته لاړ او په یوه لنډه مرکه کښې یې د دې پراخو ګونګوسو په ردولو سره چې دی د پاناما پیپرز له کړکیچه د تیښتې لپاره انګلستان ته تللی دی، وویل: لندن ته زما سفر یوازې د طبی معاینو لپاره دی.