پاکستان د افغانستان طالبانو ته خبرداری ورکړ
پاکستان د افغانستان د ملی وحدت له حکومت سره د سولې خبرواترو ته د افغانستان د طالبانو ډلې د راستنولو په موخه دغې ډلې ته خبرداری ورکړ.
د ایرنا د خبر له مخې د پاکستان ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د دغه هیواد د یو رسمی چارواکی له قوله چې د نوم د نه څرګندولو غوښتنه یې کړې، لیکلی: د افغانستان د طالبانو ډلې د پسرلیزو عملیاتو پیلیدل د دغه هیواد د سولې هغه بهیر بې لارې کولی شی چې د افغانستان، پاکستان، چین او امریکې د څلوراړخیزو خبرواترو د څلورم پړاو له ترسره کیدو وروسته برابر شوی دی.
دغه پاکستانی چارواکی د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو د پیلولو لپاره د دغې ډلې د تیرې اونۍ د بیانې له خپریدو ناهیلی وښودله او ویې ویل: د طالبانو مشرانو ته مو داسې روښانه پیغامونه لیږلی دی چې که خبرواترو ته غاړه کښې نږدی نو ستر تاوان به ورکړی.
پاکستانی کارپوهان او شناندی باوری دی چې د افغانستان د طالبانو ډلې خوال له زور او ګواښه کار اخیستل به ښه پایله ونه لری او پکار دی چې د طالبانو خبرې واوریدلې شی او د هغوی لخوا ټاکل شویو شرطونو ته پام وشی.
د څلوراخیزو مذاکراتو د څلورو پړاونو له ترسره کیدو او له مختلفو سیمه ایزو او نړیوالو هلوځلو سره سره د افغانستان طالبانو ډله تر ننه د اشرف غنی له حکومت سره د خبرواترو پر میز کښیناستو ته نه ده چمتو شوې.