په فارس خلیج کې دامریکاپوځی خوځښتونه تاؤتریخوالی رامینځةکوی
دپاکستان حکومت په فارس خلیج کې د امریکا دپوځی شتون په زیاتیدا او د تهران واشنګټن سره په اړونده بدلونونو په غبرګون کې وئیلی دی،دامریکا خوځښتونه اندیښمنونکی دی او په سیمې کې ترینګلتیاوې اوشخړې زیاتوی .
ایرنا خبری آژانس راپورورکړ د پاکستان د خارجه وزارت ویندوی محمد فیصل نن په اسلام اباد کې په اونیز خبری کنفرانس کې وئیلی دی و اسلام اباد په سیمې کې د امریکا دجنګی بیړئ او جنګی الوتکو له شتون سره اړونده راپورونه لیدلی دی چې اندیښمنونکی دی .
هغه ټینګار کړی ، پاکستان له هرډول تاؤتریخوالی اوډغرې وهلو سره په مخالفت سره له درستو خواؤ غواړی ، څو په زغم ښودلو سره دې دخبرواترو له لارې خپل اختلافات حل کړی .
دپاکستان حکومت په فارس خلیج کې د امریکا دپوځی شتون په زیاتیدا او د تهران واشنګټن سره په اړونده بدلونونو په غبرګون کې وئیلی دی ، دامریکا خوځښتونه اندیښمنونکی دی او په سیمې کې ترینګلتیاوې اوشخړې زیاتوی .
دپاکستان دخارجه وزارت ویندوی وئیلی دی،په سیمې کې د امریکا د جنګی بیړئ او جنګی الوتکو دیره کول په مینځنی ختیځ سیمې کې امنیتی حالات چې له مخکې ترینګلی دی ، نوره هم کړکیچن کوی .
محمد فیصل همداراز د یوې پوښتنې په ځواب کې وئیلی دی،اسلام اباد په دوامدار ډول له تهران سره په تماس کې دی .
له دې مخکې دپاکستان خارجه وزیر وئیلی وو،دغه هیواد له ایران او امریکا سره اړونده حالاتو په جاجونې لګیا دی او اسلام اباد به دسیمې حالاتوته په پام سره روښانه سیاست غوره کړی، او په دې اړه ئې دخارجه وزارت دپخواننیو مرستیالانو یوه پنځه کیسزه کمیټې جوړه کړې ده .