په شمالی وزیرستان کې بم چاودنې څلور پوځیان ووژل
په همداوروستیو کې د شمالی وزیرستان په ځینو سیمو کې د ځای خلکو او حکومتی لوری ترمینځ حالات ترډ یره حده ترینګلی شوی اوښائی که حکومتی اوپوځی چارواکو ددغو ترینګلتیاؤ لپاره کومه حل لاره ونه لټوله نو ممکنه ده حالات له دې لا هم خراب شی .
زموږخبریال د دنیانیوز خبری سایټ له قوله راپور راکړ دشمالی وزیرستان په خرکمړ سیمې کې دپوځیانو یو ګاډی له مخکې دکیښودل شوی بم په وسیله الوزول شوی ، چې له امله ئې د پوځ د درو لوړپوړو افسرانوپشمول څلور پوځیان وژل شوی او یو شمیر نور هم ټپیان شوی دی
دپاکستان دپوځ دعمومی اطلاعاتو ا دارې ائی ایس پی آر دراپور په اساس په وژل شوو کسانو کې لیفټننټ کرنل راشد کریم ، میجر معیز مقصودبیګ، کیپټن عارف ا.. او حوالدار ظهیر شامل دی او دغه راز څلور نور پوځیان ټپیان شوی هم د ی.
ددغه راپور په اساس دغه پیښه په هماغه ځای کې ( خړکمر سیمې کې ) شوی ، چې څو ورځې مخکې پکې په پوځی عملیاتو کې د ترهه ګرو یو شمیر مرسته کونکی نیول شوی وو .
له تیرې یوې میاشتې راهسې د خیبرپختونخواه صوبې په شمالی وزیرستان سیمې کې کابو لس پوځی ماموران وژل شوی او تر پنځو دیرشو زیات ټپیان شوی دی .