دپاکستان دلومړی وزیر دمستعفی کیدو ګونګوسې آوریدل کیږی
زمونږ خبریال دپاکستان دډیلی ټایمز ورځپاڼې له قو له راپورر اکړ لندن ته دپاکستان دلومړی وزیر نواز شریف سفر چې ددرملنې په نامې سره ترسره شوی ،خو یو سیاسی دنګل حسابیږی او داهم ویل شوی چې په لندن کې دپاکستان لومړی وزیر پخوانی ولسمشر آصف زرداری سره پټ لیده کاته کړی دی ، او پخپلو کې ئې سره ځینی معاملې هم کړی دی .
دغې خبرې سرچینې ویلی دی په دغې غونډې کې چې په هوټل کې دپاکستان د کورنیو چارو د وزیر چودری نثار علی خان په کوټې کې شوی ، نواز شریف په دغې پټې کتنې کې وړاندیز کړی چې د هغه داجباری استعفی په بڼه کې دموقتی لومړی وزیر په توګه دې چودری نثار علی خان منصوب شی .
راپورونه د دې ښودنه کوی چې پاکستان پیپلز ګوند مرستیال مشر او پخوانی ولسمشر آ صف زرداری دغه وړاندیز له نواز شریف سره د دغه ګوند دمشرانو په شتون سره دیوې غونډې له ترسره کیدا سره مشروط کړی دی .
داپه داسې حال کې دی چې دپاکستان پیپلز ګوند له نواز شر یف چودری نثار علی خان سره دآصف زرداری پټه ناسته چورلټه دروغ بللې ده .
دغه راز خپره شوی راپورونه ددې ښودنه کوی چې پیپلز ګوند په همداوروستیو کې دپاناما لیکس سندونو باندې دغور او څیړنو لپاره دڅیړنیزې کمیټې دجوړلو په باب دخپلو دریځونو په بدولو سره د دیوه ریټایرډ شوی قاضی په مشرۍ دیوه کمیشن دجوړولو په شرط دنوازشریف له وړاندیز سره موافقه کړې ده .