د نواز شریف د ضمانت غوښتنه نامنظوره شوه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i82911-د_نواز_شریف_د_ضمانت_غوښتنه_نامنظوره_شوه
په پاکستان کښې یوې محکمې د دغه هیواد د پخواني وزیراعظم د قید د حکم د ځنډولو او په ضمانت یې د آزادولو غوښتنه یوځل بیا رد کړه.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jun 21, 2019 08:02 Asia/Kabul
  • د نواز شریف د ضمانت غوښتنه نامنظوره شوه

په پاکستان کښې یوې محکمې د دغه هیواد د پخواني وزیراعظم د قید د حکم د ځنډولو او په ضمانت یې د آزادولو غوښتنه یوځل بیا رد کړه.

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د اسلام آباد د محکمې قاضیانو عامر فارق او اختر کیاني د نواز شریف د غوښتنې په هکله وروستۍ او فاینل راې صادره کړه.

دغې محکمې د بند د حکم د ځنډولو او په ضمانت د خوشي کیدو لپاره د تیر وزیراعظم نواز شریف غوښتنه چې په تیره یوه نیمه میاشت کښې دوه ځلې تکرار شوه، دا ځل هم ونه منله.

له دې مخکښې د پاکستان محکمې د روان کال په اپریل میاشت کښې د نواز شریف ضمانت منلی و چې له امله یې د دغه هیواد پخوانی وزیراعظم د شپږو اونیو لپاره د لاهور له جیله آزاد کړی شوی و.