عارف علوي او عمران خان په پاکستاني فوځيانو ترهه ګريزې حملې وغندلې
د پاکستان ولسمشر او وزيراعظم د دغه هېواد په خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کښې د دغه هېواد په فوځي ځواکونو ترهه ګريزې حملې وغندلې.
زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې عارف علوي او عمران خان پرون د پاکستان د خېبرپښتونخوا صوبې په شمالي وزيرستان او د بلوچستان صوبې په هوشاب او تربت سيمو کښې د ترهه ګريزو حملو په ردعمل کښې وويل، د ترهه ګرو په خلاف مبارزه د هغوي تر بشپړه نابودۍ پورې دوام لري او ترهه ګر په دا ډول جنايتونو سره خپلو سپېرو اهدافو ته نه شي رسېدې.
له بلې خوا د پاکستان سياسي او مذهبي ګوندونوهم دغه ترهه ګريزې حملې وغندلې.
د پاکستان فوځ پرون په يوې بيانيه کښې د دغه هېواد په خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کښې په ترهه ګريزو حملو کښې د دغه هېواد د لسو فوځيانو د وژل کېدو خبر ورکړ.
تراوسه د دغو حملو ذمه واري هيڅ ډلې په غاړه نه ده اخېستې.