په پاکستان کښې د فساد د جرړې ایستل ضروری دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i8380-په_پاکستان_کښې_د_فساد_د_جرړې_ایستل_ضروری_دی
د پاکستان د پوځ د ځمکنی ځواک قومندان له فساد سره په مبارزې ټینګار وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 20, 2016 10:46 Asia/Kabul
  • په پاکستان کښې د فساد د جرړې ایستل ضروری دی

د پاکستان د پوځ د ځمکنی ځواک قومندان له فساد سره په مبارزې ټینګار وکړ.

جنرال راحیل شریف د پاکستان د وزیراعظم نواز شریف د کورنۍ او د دغه هیواد د ځینو نورو سیاستوالانو او مشهورو شخصیتونو خلاف د پاناما پیپرز د ایشوا کیدو پیښې ته په اشارې سره وویل چې د پاکستان پرمختګ په دې هیواد کښې د فساد (کرپشن) د مونډ په ایستلو پورې شرطمن دی.

هغه دا څرګندونې پرون مازیګر د پوځ د یوشمیر افسرانو د درجې د لوړولو په مراسمو کښې وکړې او ویې ویل چې د پاکستان مسئولان او خلک باید ځانونه د هیواد د پرمختګ په وړاندې مسئول او ذمه وار وګڼی او د دې هیواد د پرمختګ ضمانت هله ورکیدی شی چې د فساد جرړې وباسلې شی.

د پاکستان د پوځ د ځمکنی ځواک قومندان ټینګار وکړ چې په هیواد کښې د ترهګرۍ او تندلاریتوب خلاف مبارزه کښې حتی د خلکو په ملاتړ سره هم په یوازې سره سوله او ټکاو نه شی راتلی مګر دا چې له هیواده د فساد جرړه وباسله شی.

د جنرال راخیل شریف دا څرګندونې په داسې حال کښې مطرح شوې دی چې د پاکستان وزیراعظم د پانامات پیپرز د ایشوا کیدو له امله په فساد یا کرپشن باندې د دوو سویو پاکستانیانو ترڅنګ هغه د دریو بچیانو د تورنیدو په وجه د مخالفانو له سختو نیوکو سره مخامخ دی.