د پاکستان د ریلوی وزیر په اماراتو او بحرین نیوکه وکړه
Aug 26, 2019 12:13 Asia/Kabul
د پاکستان د ریلوی وزیر د هندوستان وزیراعظم ته د اماراتو او بحرین د ترټولو غوره غیرپوځي اعزاز په ورکړې باندې نیوکه وکړه.
د پاکستان د ریلوی وزیر د هندوستان وزیراعظم ته د اماراتو او بحرین د ترټولو غوره غیرپوځي اعزاز په ورکړې باندې نیوکه وکړه.
شیخ رشید احمد نن د پاکستان ترکنټرول لاندې کشمیر په مرکز مظفر آباد کښې یوه خبري غونډه کښې نریندر مودي ته ترټولو غوره اعزاز د ورکړې په لړ کښې د اماراتو او بحرین په مشرانو باندې په نیوکې سره وویل: د دغو دوو عربو هیوادونو اقدام د اسلامي امت د شرم سبب دی.
په عین حال کښې د کشمیر خلکو او ډلو هم د اماراتو او بحرین په دې کار باندې په اعتراض سره ویلې دي چې دا ډول اقدامات د دغو دواړو هیوادونو د خلکو غوښتنه نه ده.
ټیګونه