په ډیره اسماعیل خان کې دپاکستان دطالبانو یو مهم کمانډر وینول شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i8431-په_ډیره_اسماعیل_خان_کې_دپاکستان_دطالبانو_یو_مهم_کمانډر_وینول_شو
دپاکستان دخیبرپختونخواه صوبې د ډیره اسماعیل خان دپولیسو ډی پی او نن په خبری غونډې کې ویلی دی دکلاچۍ تحصیل پولیسو د طالبانو ړنګې شوی ډلې دګنډاپور څانګې ترهه ګر کمانډر عبدالرحمن دغلام حسین زوی چې دکلاچۍ د کوټ سلطان او سیدونکی دی سره دڅو ملګرو ونیوه او دهغه له پټنځایه یو شمیر وسله او نور مهمات هم کشف او ضبط شو ی دی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 20, 2016 15:39 Asia/Kabul
  • په ډیره اسماعیل خان کې  دپاکستان دطالبانو  یو مهم  کمانډر وینول شو

دپاکستان دخیبرپختونخواه صوبې د ډیره اسماعیل خان دپولیسو ډی پی او نن په خبری غونډې کې ویلی دی دکلاچۍ تحصیل پولیسو د طالبانو ړنګې شوی ډلې دګنډاپور څانګې ترهه ګر کمانډر عبدالرحمن دغلام حسین زوی چې دکلاچۍ د کوټ سلطان او سیدونکی دی سره دڅو ملګرو ونیوه او دهغه له پټنځایه یو شمیر وسله او نور مهمات هم کشف او ضبط شو ی دی

زمونږخبریال داسلام ټایمز خپرونې له قوله راپورراکړ ډی پی ا و لفټننټ کمانډر یاسر آفریدی دخبریالانو په ټول کې دغه راز وویل د دغه ترهه ګر د نیولو په سر پنځه لکه روپۍ انعام هم ټاکل شوی ؤ او ددغه ترهه ګر پلټل ئې له ۲۰۱۴کاله پیل کړی وو خو تر دې دمه پکې بریالی شوی نه وو . را پورښئ په دغه خبری غونډې کې له ترهه ګرو نیول شوی وسله او نور مهمات هم وښودل شول .

دپولیسو دغه لوړپوړی مقام وویل دغه ترهه ګر له سختې مقابلې وروسته نیول شوی او په ډزو کې څو پولیس هم ټپیان شوی دی . هغه وویل له ترهه ګرو پلټنې روانې دی او د ځینو مهمو معلوماتو احتمال ئې ډیر دی البته ځینی معلومات ئې ترې ترلاسه کړی هم دی چې وروسته به ئې خبریالانو ته وړاندې کړی . هغه وویل پر دغو عملیاتو سربیره ترهه ګرو ته دآسانتیاؤ برابرونکی څلویښت شکمن کسان هم په همداوروستیو څو ورځو کې نیول شوی دی