په هنګوکې په محرم کې دسترې غمیزې مخه ونیول شوه
په همداوروستیو کې د پاکستان په بیلابیلو سیمو په تیره بیا دخیبرپختونخواه صوبې په زیاترو سیمو کې دشیعه اوسنی مسلمانانو غږملتیا اوپیوستون مثالی دی خو ځینی تالی څټی دغه اتحاد او یووالی نه غواړی او د اړۍ ګړۍ د رامینځةکولو هڅه کوی چې بلاخره به هیڅ په لاس ورنشی .
زمونږخبریال راپور راکړ دپاکستان دخیبر پختونخواه صوبې دهنګو سیمې پولیسو په محمد خواجه سیمې کې دپټو اطلاعاتو په اساس عملیات کړی ، چې په نتیجې کې ئې درې جنایتکار ورانکار نیولی او دهغوی له سپیرو منګولو ئې یو شمیر چاودیدونکی توکی او نورمهمات هم کشف او ضبط کړی دی .
په راپور کې وئیل شوی دی ، په نیول شوو وسلو کې راکټ لانچر کلاشنکوفونه،توغندی او نور ډول ډول وسله هم شامله ده . د هنګو سیمې دپولیسو یوه لوړپوړی افسر احسان ا... خان ته د اطلاعاتی مامورانو له خوا اطلاع و رکړل شوی وه چې په محرم شپو ورځو کې په هنګو کې داړۍ ګړۍ جوړولو دسیسه روانه ده چې هغه هم له خپلو نورو پولیسی افسرانو سره یو ځای په دې اړه دهنګو په محمد خواجه سیمې کې چاپه وهلې چې دامجد الرحمان، نادر او اسلام بادشاه چې درې واړه وروڼه دی نیولی او نامعلوم ځ ای ته ئې منتقل کړی دی. داهم وئیل شوی چې له دغو ترهه ګرو یو شمیر نور معلومات هم ترګوتو شوی دی .
دپولیسو دغه افسر همداراز دسیمې پر خلکو هم غږ کړی ، په هنګو سیمې اوښار کې دې روانه مذهبی غږملتیا په قدرت سره وساتی او هیچا ته دې داړۍ ګړۍ اجازت نه ورکوی او که داسې کوم شکمن کس یا شی هم وګوری ،نو سملاسی دې دسیمې پولیسو ته اطلاع ورکوی، څو د احتمالی پیښې مخنیوی وکړائ شی .
داپه داسې حال کې دی چې په همداوروستیو کې د پاکستان په بیلابیلو سیمو په تیره بیا دخیبرپختونخواه صوبې په زیاترو سیمو کې دشیعه اوسنی مسلمانانو غږملتیا اوپیوستون مثالی دی خو ځینی تالی څټی دغه اتحاد او یووالی نه غواړی او د اړۍ ګړۍ د رامینځةکولو هڅه کوی چې بلاخره به هیڅ په لاس ورنشی .