ترهګرۍ ټول پښتانه سخت ځورولی او زیانمن کړی دی
په پېښور کې د یوه کنفرانس برخوالو د ډیورند کرښې په دواړو خواو کښې د پښتنو پر ستونزو او چلینجونو خبرې وکړې.
دا کنفرانس، چې د مردان خان عبدالولی خان پوهنتون او د پېښور بېنظیربوټو پوهنتون یې په ګډه تابیا کړې وه، «په افغانستان – پاکستان کې د پښتون هویت پوښتنه؛ چلینجونه او لرلید» تر سرلیک لاندې پرون جوړ شو.
د خیبر پښتونخوا د صوبایی اسمبلی مشر اسد قیصر وویل چې پښتانه د یوه ملت په توګه تل پر خپله خاوره د پردیو د جګړو په خاطر کړول شوی او د ۲۰۰۱ د سپټمبر له یوولسمې نېټې وروسته د تروریزم پر ضد د جګړې له پیلېدو راهیسی په افغانستان او پاکستان دواړو هیوادونو کښې پښتانه سخت اغېزمن شوی دی.
ده همداراز وویل:«پښتانه د خپل تاریخ له یوه حساس پړاوه د تېرېدو په حال کې دی او پښتانه روڼ اندی باید په سیمه کې د روان بحران لپاره یوه تلپاتې حل لار ومومی.»
ده د خیبر پښتونخوا د صوبایی جرګې د رییس په توګه وویل چې د دې صوبې حکومت به د دواړو هیوادونو ترمنځ د درز د لېری کولو لپاره زمینه برابره کړی.
د ښاغلی قیصر په وینا د ترهګرۍ پر ضد جګړې د ډیورند کرښې په دواړو خواوو کې د پښتنو دود- دستور، کلتور او د ژوند سبک وربدل کړی دی.
ده له پښتنو وغوښتل چې له کړکېچ سره د یوه واحد ملت په توګه مقابله وکړی.