ممکنه ده مولانا فضل الرّحمن ترور شی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i85568-ممکنه_ده_مولانا_فضل_الرّحمن_ترور_شی
دپاکستان حکومت او اپوزیشن لوری د لاریون دغونډې د ځای په باب سره موافقه کړې ده او وئیل شوی که د لاریون ګډونکونکو د موافقې خلاف ورزی وکړی ،نو د پولیسو اوا منیتی مامورانو له ډنډو او اوښلن ګیس سره به مخامخ او د زندانونو په لارو به روان شی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Oct 30, 2019 10:47 Asia/Kabul
  • ممکنه ده مولانا فضل الرّحمن ترور شی

دپاکستان حکومت او اپوزیشن لوری د لاریون دغونډې د ځای په باب سره موافقه کړې ده او وئیل شوی که د لاریون ګډونکونکو د موافقې خلاف ورزی وکړی ،نو د پولیسو اوا منیتی مامورانو له ډنډو او اوښلن ګیس سره به مخامخ او د زندانونو په لارو به روان شی .

تسنیم خبری اژانس راپورورکړ  د پاکستان  استخباراتی ادارو  د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ف څانګې د مشر مولانافضل الرّحمن د  ترور د احتمال په باب خبرداری ورکړی .

  دپاکستان استخباراتی ادارو نن دیوې خبرتیا په خپرولو سره  وئیلی دی ، دهندوستان پشمول  دځینو پرَدیو  استخباراتی ادارې او همداراز  افراطی ډلې  هڅه کوی ،فضل الرحمن ترور کړی او د پاکستان حالات ترینګلی وبریښوی .

  د پآکستان امنیتی ادارو  پر مولانا فضل الرحمن غږ کړی ،  امنیتی تابیاوې دې لازیاتې رعایت کړی څو  د ترور په شیشت کې ورنشی .

دا خبرداری په داسې حال کې دی چې د مولانا صیب پلویانو د آزادۍ مارچ  په دوام کې نن سهار  له کراچۍ د ملتان له لارې  او له بیلابیلو ښارونو تیریدا وروسته لاهور ته رسیدلی او د لاهور په مینار پاکستان ستر میدان کې سره غونډ شوی دی  او دغه ستر لاریون به سبا  اسلام اباد ته داخلیږی .  وئیل کیږی ، چې د پاکستان له نورو سیمو هم د  مولانا فضل الرحمن په مشرۍ  او د اپوزیشن  لوری  دپلویان د سترو لاریونونو په  ټولیو کې د اسلام اباد په لور خوځیدلی  او سبا به اسلام اباد ته داخل شی . دپاکستان حکومت   او اپوزیشن لوری د  لاریون دغونډې د ځای  په باب سره موافقه کړې ده او  وئیل شوی که د لاریون ګډونکونکو  د موافقې خلاف ورزی وکړی ،نو د پولیسو اوا منیتی مامورانو له ډنډو او  اوښلن ګیس سره به مخامخ  او د زندانونو په لارو به روان شی .