اسلامي ایران د اټومي وسلو د ترلاسه کولو هڅه نه ده کړي
سحاب خبري سایټ راپور راکړی د ایران د باندنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي په نړیوال ډګر کښې په اعتماد جوړونې باندې ټينګار سره وویل د ایران اسلامي جمهوریت هیڅکله د اټومي وسلو د ترلاسه کولو هڅه نه ده کړي او نه یې کوي.
هغه په ایکس اینټرنیټ پاڼې کښې په یوه پیغام کښې په دې خبرې باندې ټینګار سره چې ایران د اټومي وسلو د جوړولو هڅه نه ده کړي او نه یې کوي دغه سیاست یې د تهران د امنیتي محاسباتو او د اسلامي تعلیماتو پربنسټ وباله.
عباس عراقچي ډاګینه کړه د اعتماد جوړول باید په متقابل ډول وي ؛ دغه یو طرفه لاره نه ده.
د ایران خارجه وزیر عباس عراقچي دغه راز د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو ترسره کیدا ته په اشارې سره ولیکل: د امریکا خلکو خپله فیصله کړي ده او ایران د خپل د نظر وړ د ولسمشر د انتخاباتو لپاره د امریکا د خلکو د حق احترام کوي.
هغه وویل مخ ته لاره یو انتخاب دی او دغه انتخاب په احترام سره شروع کیږي.