نواز شریف د حکومت شرط ونه مانه
د پاکستان پخوانی لومړي نواز شریف له هیواده د وتلو لپاره د دحکومت له شرط سره مخالفت وکړ.
له اسلام آباده زموږ خبریال راپور راکوي چې محمد نواز شریف نن له تور لسټ څخه دخپل نوم د ليرې کولو لپاره د ځان پرضد د روانو دوسییو په ارزښت د ضمانت د ورکولو په هکله د پاکستان د حکومت شرط رد کړ او وویل چې حاضر نه دی په دې شرط له هیواد څخه ووځي .
دا په داسي حال کې دي چې د مسلم لیګ ګوند د نواز څانګې مشران له پاکستانه د ممنوع الخروج له لیسټ څخه له کوم شرطه پرته د نواز شریف د نوم د ویستلو او د ناروغۍ د علاج لپاره د هغه د منتقلولو غوښتونکي شوي دي.
د پاکستان د قانون او ادلیې وزیر فروغ نسیم پرون په يوې خبري ناستې اعلا وکړ چې نواز شریف د ضمانت د ورکولو په شرط سره کولای شي چې له پاکستان څخه ووځي .
ټاکل شوې وه چې نواز شریف د دوشنبه په ورځ دخپلې ناروغۍ د علاج لپاره انګلستان ته لاړ شي.
مخکې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له ممنوع الخروج لسټ څخه د محمد نواز شریف دنو م له لیری کول سره موافقه کړې وه.
د پاکستان پخوانۍ لومړي نواز شریف او دهغه لور مریم نواز چې دمالي فساد په تور بندي وو څو ورځې مخکې آزاد شوي وو.