پاکستان اقتصادي وده کړې ده
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i86539-پاکستان_اقتصادي_وده_کړې_ده
د آسیا پراختیايي بانک Asian Development Bank د پاکستان د حکومتي چارواکو د ادعاؤ په تاییدولو سره د دغه هیواد په اقتصاد کښې د ښه والي راتلو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 13, 2019 12:01 Asia/Kabul
  • پاکستان اقتصادي وده کړې ده

د آسیا پراختیايي بانک Asian Development Bank د پاکستان د حکومتي چارواکو د ادعاؤ په تاییدولو سره د دغه هیواد په اقتصاد کښې د ښه والي راتلو خبر ورکړ.

آسیايي پراختیايي بانک وویل چې د روان ۲۰۱۹ کال په وړومبنیو میاشتو کښې د پاکستان اقتصاد په کمزورې کیدو و خو د دغه هیواد د حکومت له خوا ترسره شوې تابیاوې د هیواد د اقتصادي حالاتو د ښه کیدو سبب وګرځیدې.

د آسیا پراختیايي بانک د پاکستان د اقتصاد د راتلونکي په هکله په اټکل سره ویلي چې په روان کال کښې به په دغه هیواد کښې اقتصادي ځانګړتیاوې وده او پرمختګ وکړي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان هم په دې وروستیو کښې ویلې وو چې د هیواد اقتصادي ستونزې په ختمیدو دي.