په پېښور کښې چاودنې يولس تنه ژوبل کړل
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i86606-په_پېښور_کښې_چاودنې_يولس_تنه_ژوبل_کړل
د پاکستان د خېبر پښتونخوا په مرکز پېښور ښار کښې د بم چاودنې له امله يولس تنه ژوبل شول.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Dec 16, 2019 15:45 Asia/Kabul
  • په پېښور کښې چاودنې يولس تنه ژوبل کړل

د پاکستان د خېبر پښتونخوا په مرکز پېښور ښار کښې د بم چاودنې له امله يولس تنه ژوبل شول.

له اسلام آباده زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې دغه بم نن ماسپښين د پېښور د لوې محکمې يا هائي کورټ مخې ته په يوه بارود اېښودل شوې رکشته کښې رامنځته شوه چې د يو پوليس په شمول پکښې يولس تنه ژوبل شول چې پکښې د ځينو حالت سخت بيان شوے دے.

تراوسه چا کس يا ډلې د دغې ترهه ګريزې چاودنې ذمه واري په غاړه نه ده اخېستې.

خېبرپښتونخوا د پاکستان يوه ناامنه صوبه ده چې پکښې د طالبانو، جماعت الاحرار او سپاه صحابه په شان ترهه ګرو ډلو د ترهه ګريزو عملياتو له کبله تر اوسه په سلګونو کسان وژل شوي دي.